د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې يواځې درې ادارې د کاميابۍ نومرې لري

اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې يواځې درې ادارې د کاميابۍ نومرې لري

Sep 27, 2017 - 19:25

کابل (پژواک، ۵ تله ۹۶): افغانستان کې غوڅ اکثريت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مهم بولي، خو  تر نيمايي ډېر په دې اړه له قانون  څخه خبر نه دي او  له ٢٧ دولتي ادارو يواځې درې د اطلاعاتو ورکولو په برخه کې د کاميابۍ نومرې لري.  

افغانستان کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي د کچې لوړېدو لپاره اړينه ده چې اړوند قانون تعديل شي. دغه کمېسيون وايي چې د قانون د تعديل طرحه يې هم جوړه کړې ده.

اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون د ٢٠١٤ ميلادي کال په پاى کې توشېح شوى دى. دغه قانون دولتي ادارې اړ باسي چې خلکو او رسنيو ته په لږ وخت کې اړين اطلاعات ورکړي.

د افغانستان د روڼتيا څار ادارې او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مشر سيد اکرام افضلي نن کابل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې ناسته کې وويل چې يادې ادارې يوه سروې تر سره کړې ده.  

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه سروې په شپږو مياشتو کې د هېواد په نهو ولايتونو (کابل، بلخ، باميان، هرات، کندهار، کاپيسا، کندوز، ننګرهار او پکتيا) کې تر سره شوې او په ترڅ کې يې د ٤٩ سلنه ښځو په ګډون له ۳۵۱۰ تنو سره خبرې شوې دي.

د ده په وينا، د سروې موندنې ښيي چې له هرو ١٦ تنو ٧  اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانونه خبر دي، خو دا شمېر ډېر ټيټه دى او بايد له  دې قانون څخه ډېر خلک خبر  وای.

افضلي د يادې سروې پر بنسټ زياتوي:" موږ نن په داسې حال کې اطلاعاتو ته د لاسرسي نړيواله ورځ نمانځو چې د افغانستان له ۲۷ ادارو يواځې درې په دې توانېدلي چې د اطلاعاتو د لاسرسي قانون د پلي کېدو په برخه کې بريالۍ وي."

افضلي وايي، د ماليې، کليو پراختيا او عامې روغتيا وزارتونو ياد درې وزراتونه دي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي  قانون يې د نورو ادارو په پرتله په ښه ډول پلی کړى دى.

ياد کمېسيون په نننۍ ناسته کې دغه درې وزارتونه د "سرو زرو کليانو" په ورکولو سره وستايل. 

د ماليې وزارت د عامه اړيکو رييس او وياند اجمل حميد عبدالرحيمزي وايي، دوى تر نورو ادارو ځکه ډېرې نومرې تر لاسه کړي چې د وزارت په رسمي پاڼه کې په پښتو، دري او انګريزي ژبو اړوند تازه معلومات خپروي او د خبريالانو پوښتنې په خپل وخت ځوابوي.

هغه د لومړي مقام د تر لاسه کولو په اړه وايي: " دا يو مسووليت دی چې بايد خپل دغه مقام وساتو او  په خپل وخت ټول اړين معلومات له خلکو په ځانګړي ډول له خبريالانو سره شريک کړو.

د افضلي په وينا، پاتې ۲۴ ادارو د برياليتوب نومرې نه دي تر لاسه کړي او د نومرو سلنه يې له ٣١ ټيټه ده.

د سروې پايلې ښيي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارې وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت،او اوبو او برېښنا وزارت، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت، د ټاکنو خپلواک کميسيون، د کانونو او پټروليم وزارت، د ښار جوړونې وزارت، لويه څارنوالي، د سيمه ارګانونو خپلواکې ادارې، د بهرنيو چارو وزارت، د ټولګټو وزارت، د لوړو زده کړو وزارت، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کميسيون،، د کورنيو چارو وزارت، د ملي تداراکاتو اداره، د اطلاعاو او فرهنګ وزارت، ستره محکمه او ولسي جرګه، هغه ادارې دي چې په ترتيب سره يې له ٤٧ تر ١٩ نومرې لري.

افضلي يو لوى زنګ وهلى قفل هم په نننۍ ناسته کې وښود او ويې ويل، کمېسيون په پام کې لرله، هغو ادارو ته چې تر ټولو لږ نومرې لري ( د چارو اداره، پوهنې وزارت او د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت) وزارت ته "زنګ وهلي قفلونه" ورکړي، تر څو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خپلو کړنو ته پام وکړي ، خو دا ځل دا کار نه کوي.

هغه وايي، په راتلونکې کې به هغو ادارو ته زنګ وهلي قفلونه ورکړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ښه کار نه کوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د چارو ادارې او پوهنې وزارت سره خبرې وکړو چې اړيکه ورسره ټينګه نه شوه، خو د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت وياند او مطبوعاتي سلاکار عبدالفتاح عشرت احمدزى وايي، دغه وزارت يواځې د انټرنټي پاڼې په برخه کې ستونزې درلودې، خو د خبريالانو پوښتنې يې په وخت ځواب کړي دي.

ده ياده سروې ناقصه وبلله او ويې ويل چې په دې سروې کې تر ډېره "شخصي ملحوظات په پام کې نيول شوي او يو ډول سياسي برخورد شوی دي. "

هغه .وايي، چې په دې اړه يې د روڼتيا څار له چارواکيو سره خبرې هم کړي او قناعت يې ورکړى دى.

ځينې کسان د اطلاعاتو د تر لاسه کولو په برخه کې رشوت ورکولو ته اړ شوي.  

سروې ښيي چې له هرو لسو تنو درېيو د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره پيسې ورکړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د هغو لسو کسانو له ډلې چې پيسې يې ورکړي، څلورو تنو د فورمې د بيې، درېيو د فوتوکاپۍ پيسې او نږدې درېيو رشوت ورکړى او په دې توګه رشوت ورکوونکي د ټولو سروې شويو کسانو ٧ سلنه جوړوي.

ستونزې او حل لارې

افضلي د شمېرو له وړاندې کولو پرته وايي چې لا هم ډېر خلک اطلاعاتو ته اړين لاسرسی نه لري.

هغه زياتوي، د خلکو په منځ کې د محروميت احساس، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي کموالى او د اطلاعاتو د ترلاسه کولو پېچلې پروسه اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې شته خنډونه دي.

دى وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د دې ستونزو د له منځه وړو لپاره د قانون د تعديل طرحه جوړه کړې ده.

 د خلکو غوڅ اکثريت هم اطلاعاتو د لاسرسي قانون مهم بللى دى.

د خورشيد ټلوېزيون خبريال احمد فايز عظيمي، هم ياد قانون خلکو ته د اطلاع رسونې په برخه کې ډېر مهم او موثر ګڼي او وايي چې دې قانون په دې برخه کې قانوني لارې چارې په ګوته کړي، تر څو خلک او خبريالان يې له لارې د اطلاعاتو تر لاسه کولو لپاره اقدام وکړي او ادارې هم قانون ته په پام غوښتونکي ته اړين اطلاعات په واک کې ورکړي.

خو هغه وايي، چې ډېرې ادارې دغه قانون نه مراعات کوي، او خلک په تېره بيا خبريالان يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ده وويل، اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون بايد په جديت کار وکړي، تر څو قانون سم پلى شي. 

د پژواک خبري اژانس رييس او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون غړي دانش کړوخېل هم په نننۍ ناسته کې رسنيو ته وويل چې تر اوسه ډېرو دولتي ادارو په هغه کچه چې اطلاعاتو ته د خلکو، خبريالانو او مدني ټولنې د غړو اړتيا ده او په قانون کې صراحت لري، اطلاعات نه دي ورکړي او په دې برخه کې پاتې راغلې دي.

خو هغه زياتوي:"اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړۍ والې ورځې د نمانځلو يوه موخه داده چې موږ دولتي ادارې اړ کړو تر څو له قانون سره سم خلکو ته اطلاعات ورکړي او موږ په دې برخه کې له خپل اعظمی فشار نه کار اخلو."

د سروې پايلې ښيي چې ډېر کسان د کميسيون له کړنو خوښ دي خو ځينې بيا پر ياد کميسيون هم نيوکې لري.

په سروې کې راغلي، يادې شمېرې ښيي چې ياد کميسيون په خلکو کې خپل نېک نيت ساتلى او د خلکو لپاره يې په خپله برخه کې کار کړى دى.  

افضلي سرټکوي چې، د ولسمشر او اجرايي رييس په ګډون ډېرو له ياد کمېسيون سره د مرستو شعاورنه ورکړل، خو په عمل کې مرسته ورسره نه ده شوې.

ده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يوه بې کفايته اداره وبلله او ويې ويل چې دغه وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي بهير مخه نيسي.

هغه  زياته کړه چې ولسمشر او اجرايي رييس د ياد وزارت د دې کار مخنيوى نه کوي.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند صابر مومند، وايي چې دغه وزارت اطلاعاتو د لاسرسۍ په برخه کې خنډونه نه دي جوړ کړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د معلوماتو له مخې، د افغانستان په ګډون د نړۍ ۱۰۷ هېوادونه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون لري.  

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement