Status message

د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هرات کې د ماين چاودنې درې پوليس وژلي

په هرات کې د ماين چاودنې درې پوليس وژلي

Sep 26, 2017 - 13:55

هرات (پژواک، ٤ تله ٩٦): د هرات ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په غوريان ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله درې پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي چې نن له غرمې وړاندې د پوليسو يو رينجر موټر د غوريان ولسوالۍ له مرکز نه هرات ته روان و چې د سړک غاړې ماين له چاودنې سره مخ شو.

نوموړي زياته کړه، په دې پېښه کې درې پوليس وژل شوي او يو بل سخت ټپي شوى دى چې روغتيايي وضعيت يې نازک ښودل شوى.

تر اوسه پورې د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement