د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د ښځينه پوليسو د اسانتياوو لپاره شپږ ودانۍ جوړې شوې

ننګرهار کې د ښځينه پوليسو د اسانتياوو لپاره شپږ ودانۍ جوړې شوې

Sep 18, 2017 - 15:24

جلال اباد (پژواک، ٢٧ وږی ۹۶): ننګرهار کې ښځينه پوليسو ته د اسانتياوو لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې له لوري شپږ ودانۍ جوړې شوې.

په دغو ودانيو کې د ښځينه پوليسو لپاره اړينې اسانتياوې شته چې د دغه ولايت امنيه قوماندانۍ، لومړۍ حوزې، ترافيکو مديريت، دويم ماموريت، روغتيايي امريت او سره رود ولسوالۍ قوماندانۍ کې جوړې شوې دي.

يادې ودانۍ د ننګرهار امنيه قوماندان، د کورنيو چارو وزارت د جندر عمومي مشرې او د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې (UNDP) د مسوولينو له لوري د وږي په ٢٧مه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د ننګرهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي وويل، د ملګرو ملتونو د UNDP پروګرام د دوه سوه، ۲۱زره او ۷۰۰ امريکايي ډالرو په لګښت د دغه ولايت اړوند د ښځينه پوليسو لپاره د سهولتونو برابرولو په خاطر شپږ ودانۍ ورغول شوې.

هغه زياته کړه، په يادو ودانيو کې د امنيې قوماندانۍ، لومړۍ حوزې، ترافيکو مديريت، دويم ماموريت، روغتيايي امريت او سره رود ولسوالۍ قوماندانۍ د ښځينه پوليسو لپاره د جامو بدلولو، ځان مينځلو ځايونه او تشنابونه شامل دي.

په همدې حال کې د کورنيو چارو وزارت د جندر عمومي مشرې جنرال حکمت شاهي وويل، دا مرکز به ښځينه پوليسو ته په اړوندو برخو کې ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي او هم به د ښځينه پوليسو ليکو ته د نورو مېرمنو د راتګ زمينه برابره کړي.

هغې وويل: ((د دوی د ستونزو د حل لپاره همېشه د کورنيو چارو وزارت او د جندر مديريت ځانګړي پروګرامونه لري چې د دوی لپاره د ظرفيت لوړولو پروګرامونه او دوی ته د اسانتیاوو رامنځته کول په کې شامل دي.))

جنرال شاهي له UNDP ادارې غوښتنه وکړه چې د ښځينه پوليسو د اسانتياوو په خاطر دې د ننګرهار په نورو برخو او دغه راز د هېواد په نورو سيمو کې هم ورته مرکزونه ورغوي.

د يادولو ده، اوسمهال په ننګرهار کې ۵۲ ښځينه پوليسې فعاليت کوي چې د دغه ولايت د امنيتي چارواکو په وينا، په جګړه ييزو او چاڼيزو عملياتو کې ډېرې ګټورې ثابتې شوې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement