د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اروزګان والي: د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې پروژې پلې کوو

د اروزګان والي: د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې پروژې پلې کوو

Sep 18, 2017 - 16:25

ترينکوټ (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): د اروزګان والي وايي، غواړي د سيمې له خلکو سره تر خبرو وروسته د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سيمو کې د بيارغونې پروژې پلې کړي.

والي محمد نذير خروټي د وږي په ٢٧مه د ولايت په اداري غونډه کې وويل، د نا امنيو له امله له تېرې څه مودې راهيسې په يادو سيمو کې پروژې نه دي عملي شوې.

هغه زياته کړه، که چېرې د دولت وسله وال مخالفين د پروژو پلې کولو ته اجازه ورکړي، دوی به يو طرزالعمل جوړ کړي او له هغوی سره به يې لاسليک کړي، څو يې پر بنسټ خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

ده وويل، د ياد طرزالعمل له مخې به طالبان له پروژو څخه د دوی د څارنې ټېم ته اجازه ورکوي او تر څنګ به يې عام خلک هم له دې پروژو څخه ګټه واخلي.

د والي په وينا، د وسله والو طالبانو يو شمېر سيمه ييزو مشرانو د دوى دې پرېکړې ته زړه ښه کړى، خو ولايتي اداره به په دې اړه تړون د سيمې له اوسېدونکو او قومي مشرانو سره لاسليک کړي.

خو د ولايتي ادارې يو شمېر رييسان د دې پرېکړې ملاتړ او ځيني نور يې بيا مخالف دي.

د کليو د پراختيا او بيارغونې رييس انجنير شمس الرحمن پژواک ته وويل، دا ښه اقدام دى او بايد دغه کار ژر تر ژره ترسره شي.

د هغه په خبره، د همدې امنيتي ستونزو له امله د دوى رياست نه شي کولى په دغو سيمو کې خپلې پروژې عملي کړي.

نوموړي زياته کړه، دا مهال د دغه رياست د ١٨٢ ميليونه افغانیو په ارزښت ۱۳ لويې او وړې پروژې د ناامنيو له امله ولاړې دي.

د هغه په وينا، که چېرې دا پروژې عملي نه شي، نو وزارت به يې بېرته ترې واخلي.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رييس زلمى الکو هم وايي، که چېرې د دولت او په سيمه کې له شته قومي مشرانو، مخورو او وسله والو مخالفینو سره د پروژو د پلي کولو تړون لاسليک شي، نو د دغه ریاست ګڼې نيمکاره پروژې به بشپړې شي.

خو د دغه ولايت د کډوالو چارو امر عبدالقهار دوست او د ولايت مقام مالي او اداري رييس عبدالجليل اچکزی بيا وېره لري چې طالبان به د دغو پروژو د پلي کولو ټول امکانات خپله اخلي او د جګړې ليکې به پياوړې کړي.

د ده په وينا، اوس مهال طالبان د دغه ولایت په واک لاندې سيمو کې د واکسين د پروسې، مخابراتي شبکو او ان له معارف څخه هم د ټکس په نوم پيسې اخلي.

بلخوا د دغه ولايت اوسېدونکي خوښ دي چې دولت په ناامنو سيمو کې پروژې پلې کړي او د بيارغونې په برخه کې مرسته شوې پيسې ولګوي.

د ترينکوټ ښار يوه اوسېدونکي عبدالقدير پژواک ته وويل، د ناامنيو له امله پروژې په ټپه درېدلي او عام ولس ترې زيانمن شوى دى.

هغه خوښي وښوده، چې حکومت د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې پروژې پلى کوي او زياتوي، ګټه يې عام ولس ته رسيږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement