د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خوست کې د کابل پرونى لاريون وغندل شو

خوست کې د کابل پرونى لاريون وغندل شو

Jun 03, 2017 - 17:27

خوست ښار (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٦): د خوست سلګونو اوسېدونکو او دولتي مسوولينو د يوې غونډې او سوله ييز لاريون په ترڅ کې په کابل کې د افغان دولت پروړاندې روان اعتراضونه وغندل او دا يې د قوانينو خلاف کار وباله.

دوی لومړۍ په يوه غونډه کې پر ټولو افغانانو له شته نظام څخه د ملاتړ غږ وکړ او بيا يې د يوه لاريون په ترڅ کې د کابل د اعتراض کوونکو پرضد شعارونه ورکړل او د ځينو کسانو پر عکسونو يې چلپاوې راکش کړې وې.

غونډې ته په خبرو کې د خوست والي حکم خان حبيبي ځېنې استخباراتي کړۍ تورنې کړې، چې په دغه هېواد کې د ناامنيو لپاره د زمينې برابرولو ترڅنګ د شته نظام د تخريبولو هڅې کوي.

ده په کابل کې د دولت پرضد روان اعتراضونه غيرمدني حرکت وباله او پر ولسونو يې غږ وکړ، چې ددې حرکتونو د مخنيوي لپاره د خپل نظام ترڅنګ ودرېږي.

هغه زياته کړه : ((ايا وسله وال مدني حرکت دې ته وايي چې مختلف وسله وال ګروپونه په لاريون کې ځای پرځای کړه او نظام ته ستونزې جوړه کړه؟ ايا مدني حرکت دې ته وايي، چې خلک ووژنه او کورنۍ د وير په ټغر کېنوه)).

والي حبيبي ځېنو هغو کسانو ته په اشارې سره چې مخکې يې پر لوړو دولتي پوستو دندې درلودې، وويل، چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د عامو خلکو له احساساتو ناوړه ګټه اخلي.

هغه زياته کړه: ((احمد ضيا مسعود چې تر پرون پورې په نظام کې وو، دا نظام سم و، خو چې نن په نظام کې نشته، دا نظام خراب دی. همدغسې امرالله صالح چې په دولت کې دنده هم لري، دی د حضور کومه حيا لري، چې د دولت پرضد راپاڅېږي)).

د مجاهدينو سرتاسري شورا مشر مولوي محمدسردار ځدراڼ يادې غونډې ته په خبرو کې د حامد کرزي پر حکومت نيوکه وکړه، چې ګني نننيو معترضينو ته يې په نظام کې پراخ شتون ورکړ.

هغه وويل: ((موږ پر خپل ولسمشر غږ کوو چې د حامد کرزي د حکومت تېروتنه بيا مه تکراروه. دا د لستوڼي مار له ځانه لېرې او د لستوڼي دې مار ته په خپل نظام کې ځای مه ورکوه)).

مولوي سردار ځدراڼ ګواښ وکړ، چې د شته نظام پرضد روان اعتراضونه پای ته ونه رسېږي، له افغان دولت څخه د ملاتړ لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

ځدراڼ زياته کړه: ((موږ د خپلو ولسونو په مټ د دې توان لرو چې د محدود شمېر کسانو، چې په ولس کې منفور دي، داسې درس ورکړو چې تل ترتله به ورته په ياد پاتې وي)).

مدني فعال نصيراحمد روښان بيا پر يو شمېر رسنيو تور ولګاوه چې د بهرنيو استخباراتي ډونرانو په مالي ملاتړ په افغانستان کې سمتي، قومي او مذهبي تعصباتو ته لمن وهي.

ده د دا ډول رسنيو فعاليت پرمختګ نه، بلکې يوه ستره تېروتنه وبلله او له دولت نه يې وغوښتل، چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي، خو په دې برخه کې يې د کوم رسنۍ نوم وانه خيست.

هغه وويل: ((په افغانستان کې ډېری هغه رسنۍ چې نن فعاليت لري، قومي، سمتي او مذهبي تعصباتو ته لمن وهي. يو شمېر رسنۍ له بهرنيو استخباراتي کړيو سره په تماس کې دي او د هغوی په مرسته نن په افغانستان کې تفرقې ته لاره هواروي. دا ډول رسنۍ که موږ لاسته راوړنه بولي، دا زموږ اشتباه ده)).

دې غونډې ته يو شمېر نورو ولسي خلکو او مدني فعالانو هم پر افغان دولت غږ وکړ، چې له قانون څخه د سرغړوونکو پر وړاندې له سخت تدريځۍ څخه کار واخلي.

د يادې غونډې ګډونوالو په پاي کې د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې چې د کابل د معترضينو پرضد يې شعارونه ورکول، د لطيف پدرام، امرالله صالح او احمدضيا مسعود هغه عکسونه هم څېرې کړل، چې په سره رنګ سره چلېپاوې پرې راکش شوې وې.

پرون د ولسمشر د پخواني سلاکار احمد ضياء مسعود، د ولسي جرګې د وکيل پدرام او يو شمېر نورو کسانو په مشرۍ په کابل کې د تېرې اونۍ د چاودنې په غبرګون کې لاريون پيل شوى و، چې بيا په تاوتريخوالي واوښت. 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement