د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان کې تېره مياشت نږدې ٢٢٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغانستان کې تېره مياشت نږدې ٢٢٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

May 04, 2017 - 10:38

کابل (پژواک ١۴ غويى ۹۶): افغانستان کې تېره مياشت ١٣٠ بريدونو کې نږدې ٢٢٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېر ته په پام تېره مياشت د وړمې په پرتله د بريدونو په شمېر کې پنځه سله  کموالى  راغلى، خو مرګ ژوبله ٣٢ سلنه لوړه شوې ده.

د روان ميلادي کال په اپريل مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي ورځني خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د دې مياشتې بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٩ ولايتونو کې شوې دي.

د اپريل له بريدونو څخه ٥٦ مخامخ نښتې،٢٨ هوايي بريدونه، ٢٨ هدفي وژنې، لس بېلابېلې چاودنې، پنځه ځانمرګي بريدونه او درې د سړک غاړې ماينونو بريدونو دي.

د پژواک موندنې ښيي چې د يادې مرګ ژوبلې له هرو ١٤ تنو ٧ ته په مخامخ نښتو، ٤ ته په هوايي بريدونو، دوو ته په ځانمرګو بريدونو او يوه ته په هدفي وژنو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره مياشت تر ټولو ډېر (٢٩) بريدونه په ننګرهار، لس په کندهار، شپږ، شپږ په فارياب. غزني، هرات، کندوز، پکتيکا او اروزګان، پنځه، پنځه په هلمند، جوزجان او تخار، څلور، څلور په کابل او سرپل، درې درې په بلخ، لغمان، لوګر، پروان او زابل، دوه، دوه په بدخشان، بغلان، کاپيسا، خوست، کونړ او سمنګانو کې او يو، يو په بادغيس، فراه، غور، ميدان وردګو او پکتيا ولايتونو کې شوي دي.

 پژواک تېره )اپريل) مياشت کې له باميانو، دايکنډي، نيمروز،نورستان او پنجشېر ولايتونو د بريدونو راپور نه دى تر لاسه شوى، خو وړمه (مارچ) مياشت بيا له  بدخشان، بلخ، باميان، ډايکنډي، غور، ميدان وردک، نورستان، پکتيا، پنجشېر، کونړ او پروان ولايتونو د بريدونو راپور نه و تر لاسه شوى.

مرګ ژوبله

راپورونه ښيي چې تېره مياشت په يادو ۱۳٠ بريدونو کې ټول ١٤٤٧ تنه وژل شوي او ٧١٥ نور ټپيان دي.

په وژل شويو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړي او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېر بريدونه ( اته، اته)  د تېرې مياشتې په دويمه، اتمه او ٢٥مه  نېټه تر سره شوي، خو تر ټولو ډېرو کسانو ( ٣١٧ تنو ته) د اپرېل په ٢١مه  نېټه مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره مياشت له ننگرهار او بلخ وروسته ټر ټولو ډېره مرګ ژوبله په جوزجان، هرات او اروزګان ولايتونو کې او تر ټولو لږ په کاپيسا، پروان او ميدان وردګو ولايتونو کې اوښتې ده.

د بلخ ولايت په داسې حال کې دا ځل د مرګ ژوبلې د کچې له مخې له ننګرهار وروسته دويم ولايت دى چې وړمه (مارچ) مياشت کې له دې ولايت څخه د هېڅ خونړي بريد راپور نه و ورکړل شوى.

 د راپورونو له مخې، د اپرېل په ٢١مه د دولت وسله والو مخالفينو پر ٢٠٩ شاهين قول اردو ډله ييز ځانمرګى بريد وکړ چې له امله يې پر بريدکوونکو سربېره شاوخوا دوه سوه تنه ووژل شول او سل نور ټپيان شول.

خونړي بريدونه

د تېرې مياشتې بريدونه د وړمې مياشتې په پرتله خونړي دي، ځکه چې په مارچ کې په منځنۍ کچه په هر بريد کې ١٢ تنو ته خو په اپرېل کې په هر بريد کې ١٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په  مارچ کې ١٣٧ بريدونه شوي و او  ١٦٣٤ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه خو تېره اپرېل  مياشت ١٣٠ بريدونه شوي او ٢١٦٢ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

پر شاهين قول اردو تر بريد وروسته دويم خونړى بريد د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش پر مرکز د امريکا تر ټولو د لوى غيراتومي بم کارونه وه چې نږدې دوه سوه کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

متقاعد جنرال زلمى وردک، وايي چې په بريدونو کې د مرګ ژوبلې منځنۍ کچه د بريدونو په څرنګوالي پوره اړه لري.

دى وايي هغه بريدونه چې ډله ييز وي، ډېره مرګ ژوبله لري او د تېرې مياشتې په بريدونو کې پر شاهين قول اردو او ځينې نور بريدونه ډېر خونړى وو او ورسره د مرګ ژوبلې د هر بريد منځنۍ کچه لوړه شوې ده

د پژواک خبري اژانس يو راپور ښيي  تير کال تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په اکتوبر کې اوښتې وه،  له هغه وروسته تر دسمبر پورې مياشت پر مياشت د مرګ ژوبلې کچه رالوېدلې ده خو تر دسمبر وروسته ورځ تر بلې د جګړو له امله  مرګ ژوبله  ډېره شوې ده

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال وايي، جګړه او مرګ ژوبله يې ځکه له تېرو څو مياشتو او ان په ژمي کې مخ په ډېرېدو وه چې ځينې بهرنۍ استخباراتي کړۍ له وسله والو مخالفينو ملاتړ کوي او بريدونو ته يې هڅوي.

دغه راز دى وايي، کله چې مخالفين بريد کوي نو دولتي ځواکونه مکلفيت لري چې له خپل هېواد نه د ساتنې په موخه د مخالفينو پر ضد عمليات تر سره کړي.

د هغه په وينا، له همدې امله جګړې ډېرېږي او مرګ ژوبله يې لوړيږي.

 ده د دولتي ځواکونو عمليات هم ياد کړل او ويې ويل:"دا مهال موږ په ۱۶ ولايتونو کې ۲۰ پلان شوي عمليات لرو او د افغانستان په ډېرو سيمو کې جګړه روانه ده، کله چې د جګړې سيمې وسيع وي نو معمول ده چې تلفات هم لري."

متقاعد جنرال زلمى وردک، وايي چې په پخوا کلونو کې په ژمي کې بريدونه کمېدل خو سږ کال په ژمي کې هم ډېر و، ځکه چې سږ کال د دولت وسله وال مخالفين د تېرو کلونو د ژميو په پرتله ډېر  بهر ته نه وو تللي او د هېواد په هغو سيمو کې په جګړو بوخت و چې د هوا له مخې د جګړې له پاره مساعد و.

دى وايي تېره مياشت مرګ ژوبله ځکه ډېره وه چې اوسني موسم ته پام اوس د هېواد په ټولو سيمو کې د جګړې لپاره شرايط مساعد دي او له همدې امله د دولت وسله والو مخالفينو جګړه پراخه کړې او دولتي ځواکونه يې هم پر وړاندې مقاومت کوي او بريدونه يې ډېر کړي دي.

جګړه د حل لار نه ده

د جګړې د قربانيانو د کورنۍ غړي له ښکېلو غاړو غواړي چې جګړه ودروې او سوله وکړي.

د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ د سيداحمدخېلو د سيمې اوسېدونکى علي احمد چې له داعش ډلې سره په جګړه کې يې شپږ وروڼه له لاسه ورکړي، وايي جګړه د حل لار نه ده او له وژنو او ناخوالو پرته نور څه له ځان سره نه لري.

هغه له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

دى په داسې حال کې چې وايي له شپږو وروڼو يې  شپږ کونډې او ٤٢ يتيمان پاتې دي، په افغانستان کې پر ښکېلو غاړو هم غږ کوي چې جګړه ودروي او د سولې لار خپله کړي، تر څو نور افغانان ونه وژل شي او نورې کورنۍ د ده د کورنۍ په څېر  په وېر اخته نه شي.

د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى چې نه غواړي نوم يې څرګند شي هم پر ښکېلو لوريو غږ کوي چې جګړه ودروي. دى له خلکو هم غواړي چې د جګړې پلوي ونه کړي او د هغه چا تر شا ودرېږي چې سوله غواړي.

هغه زياتوي:" دوه وروڼه چې زما د تره زامن وو، يو يې له طالبانو سره او بل  په ملي اردو کې و، دواړه  په جګړه کې ووژل شول، نوره جګړه بس ده،  تر څو به ورور، ورور وژني." 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement