د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

برمک: له طبيعي پېښو د معلوماتو ورکولو سيستم به ژر جوړ شي

برمک: له طبيعي پېښو د معلوماتو ورکولو سيستم به ژر جوړ شي

Apr 08, 2017 - 17:20

کابل (پژواک، ١٩ ورى ٩٦): پېښو ته د لاسرسي چارو کې د دولت وزارت به ډېر ژر پر يو داسې سيستم سمبال شي چې د طبيعي پېښو له رامنځته کېدو وړاندې به د اطلاع رسونې وړتيا لري.

له طبيعي پېښو سره د چمتووالي په برخه کې د دولت وزير ويس احمد برمک چې نن د ولسي جرګې له لوري د وروستيو طبيعي پېښو په تړاو استجوابيه غونډې ته بلل شوى و، نوموړي د پورتني مطلب په څرګندولو سره وويل چې تېر کال له زيانمنو کورنيو سره د حکومت او نړيوالو موسسو د وس مطابق نغدي، غذايي او غير غذايي مرستې شوې دي.

هغه زياته کړه، تېر کال له سل زره زياتې کورنۍ د امنيتي ستونزو له امله بېځايه شوې وې چې له يادو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستو سربېره امنو سيمو ته د لېږدولو په برخه کې هم همکاري شوې ده.

برمک څرګنده کړه چې د هېواد په کندوز، بغلان، ننګرهار، کندهار، فراه او يو شمېر نورو ولايتونو کې د مرستو وېش لړۍ دوام لري.

د حکومت د ياد لوړپوړي چارواکو په وينا، د راتلونکي کال لپاره له کابل پرته د ټولو ولايتونو لپاره له يو تر پنځه ميليونه افغانۍ په نغدي ډول لېږل شوې او دغه راز د ولايتونو زېرمو ته له ٢٨زره کورنيو سره د مرستې په موخه خوراکي او غير خوراکي توکي لېږدول شوي چې د پېښو رامنځته کېدو په صورت کې به له زيانمنو کورنيو سره په بېړني ډول مرسته شي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، طبيعي پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزارت، د ١،٥ ميليارد افغانيو چې په بېړني کوډ کې منظورې شوې او دغه راز د نړيوالې موسسو له ٥٥٠ ميليونه افغانيو چې ١٣٠ ميليونه يې د حکومت په واک کې ورکړل شوې، غوره ګټه پورته کړي.

برمک وويل: "اوسمهال مرستې غير سياسي شوې او تر څو چې کومه پېښه نه وي رامنځته شوې او زيان په کې نه وي اوښتى، چا ته پيسې نه وېشل کېږي، پخوا به دا ډول مرستې د غوښتنو، فشارونو او د خپل شهرت لپاره چې چا ته به پکې زيان هم نه اوښته، وېشل کېدلې."

دغه راز نوموړي زياته کړه، له دې وروسته کومه همکاره موسسه له زيانمنو کورنيو سره په خپلسري ډول مرستې نه شي کولى، ځکه اوسمهال ټولې مرستې د حکومت له لوري مديريت کېږيو څو پر بنسټ يې حق خپل حقدار ته وسپارل شي.

برمک د خپلو خبرو په ترڅ کې د يوه داسې سيستم له رامنځته کولو هم خبر ورکړ، چې له مخې ياد وزارت د يوې پېښې له رامنځته کېدو څلور-پنځه ورځې وړاندې خبرېدلى شي.

نوموړي وويل، دغه سيسټم د امريکا په همکارۍ رامنځته کېږي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې يې کارونه بشپړ شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement