د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ناثبت شوو سيمکارتونو د سرپل اوسېدونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي

ناثبت شوو سيمکارتونو د سرپل اوسېدونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي

Mar 07, 2017 - 20:05

سرپل (پژواک، ١٧کب ٩٥): د سرپل يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې ځينې کسان د مخابراتي شبکو ناثبت شوو سيمکارتونو په کارولو سره خلک ځوروي او ربړوي.

د سرپل مرکز اوسېدونکې حبيبې په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، پژواک خبري اژانس ته وويل چې زياتره وخت د موبايل ټېليفونونو له نااشنا شمېرو څخه چې ثبت نه دي، هغې ته مزاحمت کېږي.

نوموړې زياته کړه، دا ځورونې زياتره د شپې له خوا کېږي او څو ځلې هغه اړه شوې، چې خپل سيمکارت بدل کړي او يا يې د يو څه وخت لپاره د کورنۍ يو نارينه ته ورکړي، څو له مزاحمت څخه وژغورل شي.

سرپل ښار کې د ناثبت شوو سيمکارتونو يوه پلورونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې نه يواځې هلکان له دا ډول سيمکارتونو څخه ناوړه ګټه اخلي، بلکې ځينې مېرمنې هم د ناثبت شوو سيمکارتونو له لارې هلکانو ته زنګ وهي، څو په "عاشقانه خبرو" هلکان د کرېډت استولو ته اړ باسي.

خو سرپل کې مدني فعالې برېښنا هژير وويل، ډېر هلکان د نجونو ځورنې لپاره له ناثبت شوو سيمکارتونو څخه ګټه اخلي او له دې سيمکارتونو نه په استفادې يې جعلي فيسبوک پاڼې جوړې کړې دي.

 د سرپل ولايتي شورا مشر محمد نور رحماني وويل، د دې ترڅنګ چې د ناثبت شوو سيمکارتونو پلور سرغړونه ده، ځينې خلک په سرپل او نورو ولايتونو کې له دې ډول سيمکارتونو څخه استفاده هم کوي.

د هغه په وينا، د دولت ځينې وسله وال مخالفين هم له دې ډول سيمکارتونو څخه په سړې جګړې او د خلکو ذهنونو په پرېشانه کولو کې ګټه اخلي. خو هغه په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل.

هغه زياته کړه، له ناثبت شوو سيمکارتونو څخه هغه کسان استفاده کوي، چې د جرمونو ترسره کولو پرمهال و نه پېژندل شي؛ نو ځکه ښايي له دا ډول سيمکارتونو څخه د جرمونو ترسره کولو کې استفاده وشي.

له دې امله رحماني د سرپل له مخابراتو رياست څخه غوښتنه وکړه، څو د ناثبت شوو سيمکارتونو د پلور مخه ونيسي.

د سرپل د مخابراتو رياست سرپرست حسين قرباني وويل، دې رياست په يو وروستي اقدام کې د دې ولايت له مرکز او ولسواليو څخه ٤٥٠ ناثبت شوي سيمکارتونه راغونډ کړي او دا لړۍ دوام لري.

نوموړي زياته کړه: "موږ سرپل کې خصوصي مخابراتي شبکو څانګو ته ګواښ وکړ، څو د ناثبت شوو سيمکارتونو له پلور څخه مخنيوى وکړي؛ که داسې څه شى تر سترګو شي، له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي."

دا مهال په سرپل کې ټولې مخابراتي شبکې فعاليت کوي، پژواک هڅه وکړه چې د خلکو شکايتونو په تړاو  د يادو شرکتونو مسوولينو نظر تر لاسه کړي؛ خو په دې کار بريالى نه شو.

نورو ولايتونو کې هم د يادې ستونزې په اړه راپورونه شته. د يوه راپور له مخې، يو تن سلګونه سيمکارتونه په خپل نوم ثبتوي، وروسته يې پر هټۍ والو او لاس پلورونکو وېشي، دا سيمکارتونه  يادو پلورونکو ته له ١٢- ١٥ افغانيو تمامېږي او وروسته يې بيا ياد پلورونکي له ٥٠ – ٨٠ افغانيو پلوري.

د سرپل والي محمدظاهر وحدت هم وويل چې ناثبت شوي سيمکارتونه له مرکز څخه ولايتونو ته لېږدول کېږي او مرکز کې يې بايد د پلور مخه ونيول شي.

هغه وويل، د مخابراتو وزارت دې د مخابراتي شبکو په همغږۍ، د دا ډول سيمکارتونو له ګټې اخيستنې مخنيوى وکړي.

د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وياند محمد ياسين صميم تاييد کړه چې د ناثبت شوو سيمکارتونو شتون يوه عمومي ستونزه ده.

هغه وويل چې د دې ستونزې هواري لپاره ټولو ولايتونو کې کمېسيونونه ټاکل شوي او زيات شمېر ناثبت شوي سيمکارتونه نيول شوي دي.

هغه وويل چې مخابراتو وزارت يوه نوې کړنلاره چمتو کړې ده  چې پربنسټ يې د مخابراتي شرکتونو له لوري د ناثبت شوو سيمکارتونو پلور مخه نيول کېږي.

نوموړي وويل چې دا کړنلاره راتلونکي کال کې پلې کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement