Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

"ډېری ډاکتران ناروغانو ته تر اړتیا ډېر انتي بیوتیک ورکوي"

"ډېری ډاکتران ناروغانو ته تر اړتیا ډېر انتي بیوتیک ورکوي"

By
On
Nov 13, 2017 - 14:29

کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٦): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، ډېرى ډاکتران په داسې حال کې  ناروغانو ته له اړتيا زيات انتي بيوتيک ورکوي چې دغه کار روغتيايي ستونزې رامنځته کوي.

چارواکو دغه څرګندونې نن په کابل کې په هغې غونډه کې وکړې چې د مکروب ضد درملو په اړه د عامه پوهاوي د نړيوالې اوونۍ د پرانيستې په مناسبت جوړه شوې وه.

د عامې روغتيا وزارت د تشخيصيه خدماتو مشر ډاکتر عاشقان سعادتي په دې ناسته کې وويل چې  د ناسمو او غير معقولو درملو د ورکولو ستونزه  د هېواد په ډېرو دولتي او نا دولتي روغتيايي مرکزونو کې شتون لري.

د ده په وينا، دا په داسې حال کې ده چې دغه کار کېداى شي ناسمې پايلې ولري.

د هغه په خبره، د عامې روغتيا وزارت به د مکروب ضد درملو په اړه د عامه پوهاوي په نړيوالې اوونۍ کې د غونډو جوړولو، رسنيو او نورو تبليغاتي کارونو له لارې په دې اړه د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي.

دغه راز دى وايي چې د عامې روغتيا وزارت کارکوونکي به روغتيايي مرکزونو ته ولاړ شي او په دې اړه به ډاکترانو ته هم اړينې توصيې وکړي.

په افغانستان کې نړيوال روغتيايي سازمان استازي ډاکتر نجيب الله ساپي وويل چې ناروغ ته له اړتيا د زياتو مکروب ضد درملو تجويز کول د دې لامل کېږي چې بيا دا ډول دوا ورباندې اثر نه کوي او درملنه يې سخته او حتې ناشونې کېږي.

دغه راز هغه وايي چې د دې ډول کسانو درملنه ډېر لګښت او وخت ته هم اړتيا لري.

ده له خلکو وغوښتل چې د ډاکتر له نسخې پرته دې دوا نه کاروي.

هغه له ډاکترانو هم وغوښتل چې ناروغ ته په درملنه کې ډېر احتياط وکړي او په يو وخت کې دې ورته څو ډوله د مکروب ضد درمل نه ورکوي.

Related Article


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update